د جمهور خبري آژانس مرکز 20 سنبله 1400 ساعت 10:37 http://jomhornews.com/ps/news/142404/ -------------------------------------------------- سرليک : قطر له ترکیې سره د افغانستان په اړه غېږېدلی دی -------------------------------------------------- د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. متن - منځ : د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني له خپل ترکي سیال مولود چاوېش اغلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې خبرو وروسته پرون جمعه د وږي ۱۹ مه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټوېټر پاڼه چې له ترکي سیال سره د کابل د نړیوال هوايی ډګر په اړه غږېدلی دی. نوموړي ویلي، په دې خبرو کې د دواړو لورو له خوا د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو. دی وايي،قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي. آلثاني ویلي، د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی. جمهورخبري آژانس:کابل