د جمهور خبري آژانس مرکز 27 سنبله 1398 ساعت 15:02 http://jomhornews.com/ps/news/120507/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل پولیسو یو زورواکی نیولی دی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو زورواکی او د عامه نظم اخلالوونکی نیولی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو زورواکی او د عامه نظم اخلالوونکی نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د وږي ۲۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه کس د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند هودخېلو سیمه کې نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې یاد کس پرون د څلورم مکروریانو سیمه کې خلک ځورول چې د پولیسو له خوا ونیول شوو. کورنیو چارو وزارت د دغه کس هویت نه دی په داګه کړی خو ویلي یې دي له هغه څخه دوه عرادې بې اسناده او د ولایتي شورا او د کابل له شخصي تقلبي پلېټ نمبرونو موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي. جمهورخبري آژانس:کابل