د جمهور خبري آژانس مرکز 6 دلو 1398 ساعت 8:07 http://jomhornews.com/ps/news/124404/ -------------------------------------------------- سرليک : خوست:د واده په مراسم د لاسي بم برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا لاس بم غورځول شوی، چې له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا لاس بم غورځول شوی، چې له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د سلواغې پنځمه د خوست ولایت د علي شېرو ولسوالۍ په وراث کلي کې رامنځ ته شوې ده. د خوست د والي ویاند طلب منګل وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه کلي کې په یوه کور باندې چې د واده مراسم په کې و لاسي بم غورځولی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بم برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي. د هغه په وینا ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی خو د خوست امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. جمهورخبري آژانس:کابل