د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1397 ساعت 10:13 http://jomhornews.com/ps/news/109041/ -------------------------------------------------- د پيسو نړیوال صندوق: سرليک : د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي -------------------------------------------------- د پيسو نړیوال صندوق په یوه راپور کې وايي، چې تعرفې او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي. متن - منځ : د پيسو نړیوال صندوق په یوه راپور کې وايي، چې تعرفې او ګمرکي محصولاتو په برخه کې د ټرمپ وروستي اقدامات نړیوال اقتصاد ته د زغم وړ نه دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه صندوق په خپل وروستي راپور کې زیاته کړې، چې دغه اقدامات به نړۍ تر دې هم بې وزله کړي. په راپور کې راغلي، چې د امریکا او چین تر منځ یو پر بل د تعرفو لګول نړیوال اقتصاد ته تر ټولو لوی خطر دی او دغه اقتصاد ته به لوی زیان ورسوي. باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر واک ته تر رسېدو څه موده وروسته پر وسپنه او المونیم مالیات لوړ کړل، چې د اروپا، چین او ځینو نورو هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول. پر چین د ټرمپ له خوا د تعرفې لوړولو په ځواب کې چین هم پر امریکا تعرفې لوړې کړې. جمهورخبري آژانس:کابل