د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حمل 1397 ساعت 8:44 http://jomhornews.com/ps/news/102642/ -------------------------------------------------- سرليک : تر سیمه ییزه پولیسو وروسته اوس سیمه ییزه اردو جوړېږي -------------------------------------------------- د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت د لا ټنګښت او ثبات په موخه د سیمه ییزه اردو د جوړولو خبر ورکوي. متن - منځ : د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت د لا ټنګښت او ثبات په موخه د سیمه ییزه اردو د جوړولو خبر ورکوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې کندهار والي زلمي ویسا په همدې تړاو په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د ملي اردو سیمه ځواک به لومړی د کندهار ولایت په دوه ولسوالیو کې رامنځ ته شي. هغه د کومې ولسوالۍ نوم وانخیست خو زیاته یې کړې، چې تر هغې وروسته به دغه لړۍ د کندهار ولایت نورو ولسوالیو او دغه راز نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. کندهار والي دغه ګام د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې د هغوی ښې روزنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. باید و ویل شي، چې د دغه سیمه ییزې اردو تر جوړلو وړاندې د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې سیمه ییز پولیس هم جوړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د یاد وزارت تر واک لاندې د سیمه ییز پوځ جوړولو طرحه وړاندې کړې وه خو دا چې د سیمه ییزې اردو جوړول د هغې طرحه برخه ده او کنه، چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کندهار