د جمهور خبري آژانس مرکز 5 جوزا 1398 ساعت 10:25 http://jomhornews.com/ps/news/116765/ -------------------------------------------------- سرليک : د ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي -------------------------------------------------- ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په تېرو دریو میاشتو کې ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي. متن - منځ : ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په تېرو دریو میاشتو کې ننګرهار کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي میاخېل دغه څرګندونې پر خپله فسبوک پاڼه کړې او ویلي یې دي، چې په ننګرهار کې یې د امنیت، بیارغونې، سمورتیا او دغه راز د ځمکو د غصب، اداري فساد او زورواکۍ د ختمولو لپاره مټې بډ وهلې دي. دی وایي، د دغه ولایت په تولو دولتي ادارو کې د کار یو خوځښت رامنځ ته شوی او هره اداره چې ابتکار او هلې ځلې وکړي دی یې کلک ملاتړ کوي. والي زیاتوي د تېرو دریو میاشتو راهیسې ننګرهار کې د کانال ریاست مامورینو ته د ۳۰۰ نومرو د ملکیت سندونه ورکړل شوي او دغه راز ۷ زره د زیتونو او ۴ زره زینتي بوټي کېنول شوي دي. د دغه په وینا له هغې ورځې چې دی د ننګرهار والي شوی هېڅ ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې نه ده او هڅه کوي چې له نورو چارواکو سره په ګډه د محاکمو فیصلې تطبیق کړي. شاه محمود میاخېل زیاتوي، په نژدې راتلونکي کې به د جلال اباد د ښاروالۍ له لارې د دغه ښار څلورلارې او درې لارې په ځانګړي ډیزاین جوړې کړي. باید و ویل شي، چې ننګرهار کې په دې وروستیو کې امنیو یو ځل بیا زور اخیستی وو چې تر ډېره یې عاملین د وسله والو مخالفینو په پرتله، داخلي زورواکي او پخواني ټوپکوال بلل کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل