د جمهور خبري آژانس مرکز 17 دلو 1397 ساعت 8:28 http://jomhornews.com/ps/news/113164/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار کې دوه خبریالان په خپل دفتر کې وژل شوي دي -------------------------------------------------- راپورونه وسله والو کسانو تخار ولایت کې پر یوه راډیو وسله وال برید کړی او د دفتر د ننه یې دوه خبریالان وژلي دي. متن - منځ : راپورونه وسله والو کسانو تخار ولایت کې پر یوه راډیو وسله وال برید کړی او د دفتر د ننه یې دوه خبریالان وژلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (سه شنبې د سلواغې ۱۶مه) د همصدا په نوم پر یوه راډیو د تخار ولایت مرکز تلقانو ښار کې شوی دی. د همصدا راډیو ډایرکټر سمین حسني وايي، د راډیو وړاندې کوونکی او خبریال په راډیو کې و، چې ډزې پرې شوې او وژل شوې دي. د حسیني په وینا تر اوسه پورې د برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلي. پولیسو هم د برید پخلی کړی، خو وايي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی. باید و ویل شي، چې د ۲۰۱۹ کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې درې خبریالان وژل شوي دي. تېره میاشت هم فراه ولایت کې یو خبریال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی وو. جمهورخبري آژانس:کابل