د جمهور خبري آژانس مرکز 20 میزان 1400 ساعت 8:06 http://jomhornews.com/ps/news/143468/ -------------------------------------------------- سرليک : د اسلامي امارت پلاوی د اروپايی ټولنې له استازو سره خبرې کوي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرې وکړي. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د دوی پلاوی به د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرې وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي او ورسره پلاوی، چې لا هم دوحه کې دی، پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې اسلامي امارت له اروپا سره ښې اړیکې غواړي. نوموړي زیاته کړه موږ له اروپايي ټولنې سره هم غواړو تفاهم او مثبت تعامل ولرو. افغانستان غواړي چې د جګړې له فصل وروسته اوس مثبت تعامل ولري. ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې نوی حکومت نه غواړي ولس یې د اروپا مهاجرت ته تشویق یا مجبوره شي او نه هم غواړو چې اروپا د افغان مهاجرو تر بوج لاندې وي. د متقي په خبره طالبانو تر دې دمه د امریکا، جرمني او بریتانیا له چارواکو او د پارلمان له غړیو سره لیدلي. له امریکايي پلاوي سره د لیدنې په اړه طالب پلاوی وايي، خبرې یې ګټورې وې او پر دې موافقه شوې، چې امریکا به له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې کوي. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، له طالبانو سره د دې اوونۍ لیدنه صادقانه او مسلکي وه، خو په وینا یې، د دوحې غونډه په هېڅ عنوان د طالبانو د په رسمیت پيژندلو په نیت نه وه جوړه شوې. جمهورخبري آژانس:کابل