د جمهور خبري آژانس مرکز 29 ثور 1399 ساعت 11:36 http://jomhornews.com/ps/news/127961/ -------------------------------------------------- سرليک : د فراه د خاک سفید امنیه قوماندان وژل شوی دی -------------------------------------------------- سمه سیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ امنیه قوماندان طوفان نورزی په یوه برید کې وژلی دی. متن - منځ : سمه سیز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ امنیه قوماندان طوفان نورزی په یوه برید کې وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز امنیتي چارواکي زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وايي، د شپې لس بجې په یاده سیمه کې ناپېژانده وسله والو د خاک سفید په امنیه قوماندان توفان نوري ډزې کړې او وژلی یې دی. نوموړی زیاتوي، برګر له برید وروسته له سیمې تښتېدلي، خو د پولیسو له خوا یې د نیولو پلټنې روانې دي. تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان بیا د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی و. جمهورخبري آژانس:کابل