د جمهور خبري آژانس مرکز 11 قوس 1398 ساعت 13:21 http://jomhornews.com/ps/news/122722/ -------------------------------------------------- سرليک : افغان ځواکونو خوست کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو درې ډېپوګانې له منځه وړې -------------------------------------------------- کورنیو چارو و زارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو درې لویې زېرمې کشف او له منځه وړې دي. متن - منځ : کورنیو چارو و زارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو درې لویې زېرمې کشف او له منځه وړې دي. د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات کړي دي. سرچینه زیاتوی، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې اړوند د وسلو او مهماتو درې زېرمې کشف او له منځه وړل شوې دي. خبرپاڼه کې راغلي، د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې یو شمېر هغه جنګیالي هم ژوندي نیول شوي، چې په سیمه کې به یې له خلکو عشر او زکات ټولولو. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو وړمه شپه د لوګر په خروار او کندوز ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو لویې زېرمې کشف او له منځه وړې وې. جمهورخبري آژانس:کابل