د جمهور خبري آژانس مرکز 7 سرطان 1397 ساعت 11:04 http://jomhornews.com/ps/news/105721/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا وایي د چابهار بندر به برخه کې ستونزې نه جوړوي -------------------------------------------------- امریکا وايي، چابهار بندر د افغانستان د پرمختګ له پاره مهم دی او دوی به پرېږدي، چې دغه بندر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. متن - منځ : امریکا وايي، چابهار بندر د افغانستان د پرمختګ له پاره مهم دی او دوی به پرېږدي، چې دغه بندر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه کې کړې دي. مېرمن هیلي هند ته په سفر تللې تر څو له هندي چارواکو سره پر ایران د امریکا د بندیزونو په اړه خبرې اترې وکړې. وړاندې ویره دا وه، چې له ایران سره د امریکا اړم کېدل به پر چابهار بندر او په ټول کې د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ منفي اغېز وکړي، خو اوس امریکا ویلي، پر ایران د بندیزونو په لړ کې د چابهار په برخه کې نرمښت ښيي. د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د چابهار په اړه پر امریکا د هند فشار نتیجه ورکړې ده او امریکا په دې برخه کې نرمښت ښودلی دی. هیلي ویلي دا چې هند له امریکا سره د افغانستان په امنیت او ددغه هېواد په بیا رغونه کې ډېرې مرستې کړې دي نو دغه ګام یې هم د افغانستان د پرمختګ لپاره خورا مهم دی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، هېواد یې د چابهار په برخه کې ستونزې نه جوړوي او پرېږدي چې دغه بندر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. خو نوموړې له هند غوښتي چې له دې وروسته له ایران د تېلو واردات بند کړي. جمهورخبري آژانس:کابل