د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حوت 1396 ساعت 9:07 http://jomhornews.com/ps/news/102319/ -------------------------------------------------- سرليک : د سویل ختیځ زون دیني عالمان وايي طالبان باید سوله وکړي -------------------------------------------------- د هېواد په سویل ختیځ زون کې سلګونو دیني عالمانو د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. متن - منځ : د هېواد په سویل ختیځ زون کې سلګونو دیني عالمانو د سولې په تړاو د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ۴۰۰ دیني عالمان چې تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۱ مه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې راغونډ شوي و ویل، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ګټه پردیو ته رسي او دا یوه تپل شوې جګړه ده. د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو دغه دیني عالمانو او مخورو پر طالبانو غږ وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. غونډې ته د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم و ویل، چې سولې ته کار د هر افغان او ديني عالم اسلامي وجيبه ده. د هغه په وینا که د دوه ډلو تر منځ جګړه پېښه شي د اسلامي اصولو پر اساس يې بايد تر منځ سوله وشي او که کومه ډله د سولې مخالفت وکړي، بايد ټول يې پر وړاندې ودريږي او د سولې منلو لپاره فشار پرې راوړي. نوموړي دا هم و ویل، چې وسله وال مخالفين د جګړې د ډېرېدو او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لامل شوي دي. دغه راز په غونډه کې یو تن ديني عالم خواجه الدين حقبيان و ویل، چې د سولې مخالفين او د عامو خلکو وژونکي د پرديو لپاره جګړه کوونکي دي او افغان طالبان د سولې مخالفت نه کوي. د غونډې برخوالو په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر کړ او ویلي یې دي، چې وسله والې مخالفې ډلې بايد له دې جګړې، چې د پرديو په ګټه تماميږي، لاس واخلي او رښتينې بين الافغاني سولې ته حاضر شي. جمهورخبري آژانس:پکتیا