د جمهور خبري آژانس مرکز 3 میزان 1398 ساعت 12:25 http://jomhornews.com/ps/news/120715/ -------------------------------------------------- سرليک : د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د اوبو مدیریت ته ۳۴۸ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه -------------------------------------------------- د مالیې وزارت وایي، د اسیا پراختیايي بانګ د اوبو د مدیریت لپاره له افغانستان سره د ۳۴۸ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. متن - منځ : د مالیې وزارت وایي، د اسیا پراختیايي بانګ د اوبو د مدیریت لپاره له افغانستان سره د ۳۴۸ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې له خوا نن چهارشنبې د تلې ۳ مه خپره شوې خبرپانه کې راغلي په همدې تړاو د اسیا پراختیايي بانک او مالیې وزارت تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه. سرچینه زیاتوي، چې د دغه هوکړې پر بنسټ آسیا پراختیايي بانک د اوبو د مدیریت لپاره افغانستان ته ۳۴۸،۷۸ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته کوي. په ورته وخت کې د اسیا پراختیايي بانک وايي، په دې پیسو به د کندهار د دهلې بند رغول کېږي او د اوبو په غوره مدیریت کې به ګټه ترې اخیستل کېږي. د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي په دې مراسمو کې ویلي، د اسیا د پراختیايي بانک په دې بلاعوضه مرسته به دهلې بند رغول کېږي. دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې له دې مرستې به د اوبو د سرچینو د دایمي مدیریت او تنظیم لپاره هم ګټه اخستل کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل