د جمهور خبري آژانس مرکز 3 جوزا 1399 ساعت 11:20 http://jomhornews.com/ps/news/128113/ -------------------------------------------------- د ملي امنیت شورا: سرليک : طالبانو د روژې میاشتې کې ۵۷۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په ۳۰ ورځو کې ۵۷۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په ۳۰ ورځو کې ۵۷۶ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې د غبرګولي ۳ مه په خپل ټوېټر لیکلي، طالبانو دغه مرګ ژوبله د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ملکي افغانانو ته اړولې ده. هغه لیکليطالبانو د خداى د امر او د هغه د بندګانو د غوښتنو خلاف د روژې مبارکي میاشتي په ۳۰ ورځو کي د هیواد په ۳۰ ولایتونو کي د افغان مسلمان قتل عام جاري وساتی او د ښځو او کوچنیانو په ګډون یې ۵۷۶ تنه ولسي افغانان شهیدان او زخمیان کړل. د ملي امنیت شورا ویاند وايي، د طالبانو په بریدونو کې ۱۴۶ ملکي افغانان شهیدان او پاته نور ۴۳۰ زخمیان شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل