د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جوزا 1398 ساعت 16:23 http://jomhornews.com/ps/news/117511/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبانو د بادغیس پر جوند ولسوالۍ برېښنا پرې کړې ده -------------------------------------------------- بادغیس د برېښنا شرکت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په مرکز برېښنا پرېکړې ده. متن - منځ : بادغیس د برېښنا شرکت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په مرکز برېښنا پرېکړې ده. د دغه ولایت د برېښنا امر محمد طاهر عظیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو دغه کار د دوی تر واک لاندې سیمو باندې د دولت له لوري د خوراکي موادو د بندولو په غبرګون کې کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو یادې ولسوالۍ ته د ترکمنستان د واردادتي برېښنا غځېدلې ستنې او تارونه سنګ آتش په سیمه کې له منځه وړي او برېښنا یې پرې کړې ده. د دغه برېښنا د پرېکدو له امله ان د ولایت تر مرکز قلعه نو پورې خلک له برېښنا بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. حکومت هڅه کوي، چې د برېښنا مزي بېرته ونښلوي، خو تر اوسه بریالي شوي دی. طالبانو هم څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:غور