د جمهور خبري آژانس مرکز 17 قوس 1398 ساعت 8:40 http://jomhornews.com/ps/news/122894/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیه: د امریکا وروستي بندیزونه بې ځوابه نه پرېږدو -------------------------------------------------- روسیې د امریکا له خوا پر څو روسي افرادو او شرکتونو وروستیو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وایي، د امریکا دا کار به بې ځوابه پرېنږدي. متن - منځ : روسیې د امریکا له خوا پر څو روسي افرادو او شرکتونو وروستیو بندیزونو ته غبرګون ښودلی وایي، د امریکا دا کار به بې ځوابه پرېنږدي. د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا د تېرې پنشنبې په ورځ پر یوه روسي شرکت او ۱۷ روسي وګړو باندې، چې د سایبري جرمونو تور یې ورپورې کړی و، بندیزونه لګولي دي. خو د امریکا دغه کار ته روسیې غبرګون ښودلی او وايي دوی به هم امریکا ته ځواب ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې که چېرته امریکا په دې اړه شواهد لرلی نو لومړی یې باید د دوو هېوادونو د متقابلو اړیکو او همکاریو له مخې د دې هېواد اړوندو ارګانونو ته د هغوی په اړه شکایت کړی وای. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خو دا چې دوی وار له مخه بندیزونه ولګول دا د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن نه غواړي له دوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې وپالي او یا هم نه پوهېږي. د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا وروستی اقدام د جرمونو پر وړاندې مبارزه نه؛ بلکې پر روسیې یو بل تبلیغاتي برید دی چې بې ځوابه به پاتې نشي. جمهورخبري آژانس:کابل