د جمهور خبري آژانس مرکز 18 میزان 1400 ساعت 8:24 http://jomhornews.com/ps/news/143396/ -------------------------------------------------- سرليک : د دوحې غونډه کې د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار شوی -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د دوحې غونډه کې د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار وشو. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د دوحې غونډه کې د افغانستان پر ثبات او نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار وشو. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، له امریکايي پلاوي سره غونده کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې هوکړې په عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، په دغه غونډه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کېږي او دغه راز به اجازه نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. ښاغلی متقي وايي، د غونډې بله مهمه اجنډا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل دي او همدارنګه ټینګار شوی دی چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره باید هر څه ژر د مرستو عملي لړۍ پیل شي. دی زیاتوي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی نو باید د تضعیف پر ځای د نوي دولت ملاتړ وشي څو په سمه توګه افغان ولس ته اړین سهولتونه او د ژوند کولو امکانات برابر کړي. د بهرنیو چارو سرپرست ویلي، خبرې به نن هم دوام ولري او په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو اړین بحثونه وشي. جمهوخبري آژانس:کابل