د جمهور خبري آژانس مرکز 23 اسد 1399 ساعت 8:59 http://jomhornews.com/ps/news/130499/ -------------------------------------------------- سرليک : قریشي: پاکستان به افغان سوله کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي -------------------------------------------------- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي. متن - منځ : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه اسلام آباد کې له افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل سره لیدنه کې کړې دي. ښاغلی معشل چې اسلام آباد کې یې نور ماموریت پای ته رسېدلی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د مخه ښې لپاره ورغلی و. پاکستانی رسنۍ وايي، قریشي له مشعل سره کتنه کې ویلي، ، د سیمې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې او ټینګار یې کړی، چې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي. د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ. نوموړي ویلي، افغان مشران باید په افغانستان کې د هراړخیزې او ټولشمولې حللارې د ترلاسه کولو لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصته استفاده وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل