د جمهور خبري آژانس مرکز 26 حوت 1397 ساعت 8:02 http://jomhornews.com/ps/news/114541/ -------------------------------------------------- سرليک : ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسولو طرحه رد کړه -------------------------------------------------- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسېدو په موخه د کانګرېس تایید کړې طرحه رد کړه. متن - منځ : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسېدو په موخه د کانګرېس تایید کړې طرحه رد کړه. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګرېس غړو د ۵۹ موافق او ۴۱ رد رایو سره د اضطراري حالت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او په دې اړه چمتو کړې طرحه یې تصویب کړه. خو ولسمشر ټمرپ د دغه طرحې له تایید څخه ډډه وکړه او هغه یې رد کړه. ټمرپ ویلي تر هغه به تر هغه به اضطراري حالت پای ته و نه رسوي، چې کانګرس له مکسیکو سره پر پوله ددیوال جوړولو پیسې ور نه کړي، خو د امریکا کانګریس ددغه پیسو له ورکړې ډډه کوي. د کانګرېس له خوا د پیسو د نه تایید وروسه ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی او څه باندې یوه میاشت کېږي چې فدرالي حکومت تړل شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل