د جمهور خبري آژانس مرکز 3 قوس 1400 ساعت 9:03 http://jomhornews.com/ps/news/144944/ -------------------------------------------------- د بښنې نړیوال سازمان: سرليک : نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدودیتونه ختم کړي -------------------------------------------------- د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدویتونه ختم کړي. متن - منځ : د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې ژر تر ژره پر افغانستان مالي محدویتونه ختم کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه راپور کې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی. دغه ادارې ټینګار کړي، چې له همدې امله جدي اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په څېر پر یوه بېوزله هېواد مالي فشارونه ختم کړي. د بښنې نړیوالې ادارې پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې د خلکو د ژغورلو او بشري فاجعې د مخنیوي لپاره پر افغانستان محدودیتونه او مالي فشارونه پای ته ورسوي. د بښنې نړیواله اداره وايي دمګړی ځينو هېوادونو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي، چې بسنه نه کوي او نه هم ډېری دغه مرستې مستحقو کسانو ته رسېدلې دي. د سرچینې په وینا تر ټولو ښه لار چې افغانستان له ناورین ژغورلی کېږي دا ده، چې د دغه هېواد مالي زېرمې ازادې شي او د اقتصادي ودې لپاره مرستې ورسره وشي. جمهورخبري آژانس:کابل