د جمهور خبري آژانس مرکز 11 ثور 1397 ساعت 16:28 http://jomhornews.com/ps/news/103840/ -------------------------------------------------- سرليک : سیګار وايي د افغان ځواکونو شمېره ۱۱ سلنه راکمه شوې ده -------------------------------------------------- د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه راکمه شوې ده. متن - منځ : د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه راکمه شوې ده. د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې سیګار پخپل یوه تازه راپور کې زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو شمېره د تېر کال په پرتله راکمه شوې ده او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. راپور کې ویل شوي، چې دا مهال 296400 کسان د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې فعالیت کوي چې هوايي ځواکونه هم په کې شامل دي. د دغه ادارې مشر جان سوپکو رویټرز ته ویلي، د افغان ځواکونو پياوړتیا او روزنه د افغانستان د ملګرو هېوادونو ستره موخه ده، خو په دغه شمېره کې کموالي جدي اندېښنې رامنځ ته کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په شمېره کې نږدې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دی. جمهورخبري آژانس:کابل