د جمهور خبري آژانس مرکز 8 دلو 1396 ساعت 13:17 http://jomhornews.com/ps/news/100843/ -------------------------------------------------- امریکا: سرليک : د ترهګرو ملاتړي هېوادونه نور د زغم وړ نه دي -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل د وروستي برید په غبرګون کې ویلي هغه هېوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه ورکوي، نور د زغم وړ نه دي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل د وروستي برید په غبرګون کې ویلي هغه هېوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه ورکوي، نور د زغم وړ نه دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې رکس ټېلرسن د کابل د تېرې ورځې برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو پر ضد باید پرېکده ګامونه واخستل شي. نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي، بايد د طالبانو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي او نور هغه هېوادونه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پناه ځایونه ورکړي د زغم وړ نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وایي، طالبانو په ځانمرګي بريد کې د امبولانس کارولو سره د بشر ضد کړنه ترسره کړې ده. که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانخیست خو په دې وروستیو کې امریکا پاکستان له ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن کړی او له همدې امله یې ۲ میلیارده ډالره مرسته هم پرې دې هې،اد درولې ده. جمهور خبري آژانس:کابل