د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1400 ساعت 11:24 http://jomhornews.com/ps/news/140740/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیې او هند له مزارشریف ښار نه خپل ديپلوماتان ایستلي دي -------------------------------------------------- روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له مزارشریف ښار څخه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې ده. متن - منځ : روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له مزارشریف ښار څخه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي چارواکو ویلي، دا پرېکړه موقتي ده او د وضعیت تر ښه کېدو وروسته به بېرته خپل دیپلوماتان قونسلګرۍ کې ځای پر ځای کړي. په ورته وخت کې د تاشکند کې هم چارواکو تایید کړې، چې روسیې مزار کې د خپلې قونسلګرۍ دیپلوماتان دغه ښار ته لېږدولي دي. د مزار ځايي سرچینې او خبریالان هم تاییدوي، چې دا مهال مزار ښار کې د روسیې قونسلګري تړل شوې ده. بل خوا هند هم له مزار شریف ښار څخه خپل ديپلوماتان ایستلي دي، خو چارواکو یې ویلي، چې د کونسلګرۍ چارې به د افغان او ځايي همکارانو پر مټ مخ ته وړل کېږي. باید و ویل شي، چې هند وړمه ورځ له کندهار ښار نه خپل دیپلوماتان ایستلي وو. جمهورخبري آژانس:کابل