د جمهور خبري آژانس مرکز 24 ثور 1399 ساعت 16:16 http://jomhornews.com/ps/news/127844/ -------------------------------------------------- سرليک : پکتیا کې وسله والو درې سرتېري او دوه عام وګړي وژلي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پکتیا ولایت کې په یوه غلچکي وسله وال برید کې د دوه ولسي وګړو په ګډون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پکتیا ولایت کې په یوه غلچکي وسله وال برید کې د دوه ولسي وګړو په ګډون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د غوايي ۲۴ مه ماسپښین مهال د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده. د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران وايي، په دې وسله وال برید کې دوه د پوځ، یو پولیس سرتېری او دوه عام وګړي وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې ياد سرتيري له بانک څخه د معاش اخيستو لپاره له زرمت ولسوالي څخه ګردېز ته راغلي و، چې د بېرته ستنېدو پر مهال پرې بريد شوی دی. کامران وايي، بريدګر د سړک تر غاړې د ښځو په چادري کې ناست و او د پر یادو کسانو چې په یوه سراچه موټر کې سپاره و، د ګردېز اړوند په خطابه سيمه کې ډزې کړې او پنځه واړه یې وژلي دي. تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:پکتیا