د جمهور خبري آژانس مرکز 20 سنبله 1398 ساعت 11:56 http://jomhornews.com/ps/news/120238/ -------------------------------------------------- المان: سرليک : باید د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لړۍ بېرته پیل شي -------------------------------------------------- المان یو ځل بیا ویلي، چې د بین الاافغاني خبرو پلوي دی او باید چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي. متن - منځ : المان یو ځل بیا ویلي، چې د بین الاافغاني خبرو پلوي دی او باید چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو خبرې پیل شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د المان سفیر والتر هاسمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. نوموړي ویلي، چې المان د مذاکراتو په اوږد بهیر کې له دې پروسې خپل ملاتړ څرګند کړی او لا هم په خپل دریځ ولاړ او د بین الاافغاني مذاکراتو پیلوي دی. د المان سفیر زیاته کړې، دوی هیله لري، چې په دې برخه کې همکاري وکړای شي او ژر تر ژره بېرته د خبرو او مذاکراتو لړۍ پیل او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. المان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او ان ویلي یې وو چې که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب به هم وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې روسیې هم هیله ښودلې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ بیا خبرې پیل شي او د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا روسي چارواکي به په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي. د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ طالبانو سره د سولې ۹ میاشتي مذاکرات لغوه اعلان کړل. د هغه په وینا دا مذاکرات یې د هغه برید په غبرګون کې لغوه کړي، چې طالبانو کابل کې وکړ او په کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ کسان نور و وژل شول. ټرمپ هغه مهال ویلي و طالبانو فکر کولو چې په دې ډول بریدونو به د سولې پروسه کې امتیازات تر لاسه کړي، خو کار یې خراب کړ. جمهورخبري آژانس:کابل