د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حمل 1398 ساعت 9:02 http://jomhornews.com/ps/news/115333/ -------------------------------------------------- ملګري ملتونه: سرليک : کونړ کې د طالبانو او داعش جګړې ۲۳زره کورنۍ بې ځایه کړې -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کونړ ولایت کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی. متن - منځ : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کونړ ولایت کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د دغه دواړو ډلو د جګړې له امله ۲۳ زره کورنس بې ځایه شوي دي. دغه ادارې زیاته کړې دا یو بشري ناورین دی، چې دوی یې اندېښمن کړي په ځانګړي ډول د هغه کسانو په اړه چې د جګړې په سیمه کې بند پاتې او د وتلو لار نه لري. د اوچا مشرې ایان ریډلي وايي، هغو وګړو ژوند ته اندېښمنه ده چې لا هم د جګړو په سيمه کې بند پاتې دي، ځکه هغوی خوړو، روغتیا او د پوهنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. نوموړې ویلي، له نږدې نيمايي کورنيو سره د يو شمېر موسسو په همکارۍ مرستې شوې او پاتې نورو ته به هم زمينه برابره شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه مشرې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. باید و ویل شي، چې په کونړ ولایت کې له تېرې څه مودې راهیسې داعش او وسله والو طالبان سره کېوتلي، چې دوی ته د مرګ ژوبلې تر څنګ عامو خلکو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي. افغان چارواکي هم تاییدوي، چې په ننګرهار کې د داعش تر ماتې وروسته دغه ډلې کونړ او نورستان ته مخه کړې او هلته یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي. له همدې امله څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله مجب او د کورنیو چارو امنیتي مرستیال خوشحال سادات دغه ولایتونو ته د امنیت جاج اخیستو په موخه ولاړ. هغه مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ټینګار کړی و، چې کونړ کې به داعش ډله وځپي او سیمې به ترې پاتې کړي. جمهورخبري آژانس:کونړ