د جمهور خبري آژانس مرکز 3 قوس 1399 ساعت 13:04 http://jomhornews.com/ps/news/133702/ -------------------------------------------------- د ولسمشر لومړی مرستیال: داسې ډېر غږونه لرو، چې وايي، سرليک : د طالب او ترهګرو شاه پرېږدۍ د شپږ نیمو مخه ونیسۍ چې بېخ یې راوایست -------------------------------------------------- د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر جرمي او مافیايي کړیو ساحه تنګه شوې او هڅه کوي، چې د د شپږنیمو د امنیتي غونډې د کارونو مخنیوی وکړي. متن - منځ : د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر جرمي او مافیايي کړیو ساحه تنګه شوې او هڅه کوي، چې د د شپږنیمو د امنیتي غونډې د کارونو مخنیوی وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لیندۍ ۳ مه د شپږ نیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې جرمې او مافیايي کړۍ هڅه کوي، چې د کابل د امنیت په اړه د شپږنیمو د امنیتي غونډې کارونه تخریب کړي. نوموړي زیاته کړېد جرمي کړیو پر سرکرده ګانو ساحه تنګه او لا هم تنګېدونکې ده، نو ځکه له بېلا بېلو لارو یې د شپږنیمو د امنیتي غونډې د تخریب لپاره هڅې پیل کړې، په یوه مناسب فرصت کې به یې دلایل ملت ته واضح کړم، موږ داسې غږونه هم په واک کې لرو، چې وايي، د خدای ج په لحاظ د ترهګرو او طالب شاه پرېږدۍ، دا شپږنیمې مه پرېږدۍ، چې بېخ یې راویست، دغه ډول اسناد او غږونه به په نېږدې کې د هغو مختلفو اړخونو ته په پام سره د ملت په واک کې ورکړو. په ورته وخت کې ښاغلی صالح وايي، پر کابل ښار د شویو راکېټي بریدونو په اړه تر اوسه کوم لاس ته راوړڼه نه ده شوې خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي. جمهورخبري آژانس:کابل