د جمهور خبري آژانس مرکز 26 اسد 1398 ساعت 9:36 http://jomhornews.com/ps/news/119456/ -------------------------------------------------- پاکستانۍ وزیر: سرليک : په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي -------------------------------------------------- په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر علي محمد خان ویلي، پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده. متن - منځ : په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر علي محمد خان ویلي، پر کابل د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد خان دغه څرګندونې د پاکستان جیونیوز تلوېزیون په ګردي مېز کې د خبریال حامد میر د یوې پوښتې په ځواب کې کړې دهه. حامد میر له نوموړي پوښتي، چې ایا د کشمیر لانجه د افغانستان د لانجۍ په حل پورې تړلی شي که نه، وزیر محمد خان ورته ویلي کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي. خو په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو برید هم د پاکستان بریا ده. په ورته وخت کې پښتون سیاست وال افراسیاب خټک په یوه ټوېټر کې لیکلي، موږ تل دا خبره کړې، چې د پاکستان پوځي ادارې په افغانستان کې د ستراتېژیک عمق هڅه کوي او دا خبره یې اوس یوه لاسپوڅي وزیر هم منلې ده. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم د افغانستان مسله په کشمیر پورې تړلې بللې وه او ویلي یې و، داسې نه شي کېدی چې کابل د په جنشنونو کې وي او کشمیر کې د وینې بهېږي. جمهورخبري آژانس:کابل