د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 9:20 http://jomhornews.com/ps/news/143954/ -------------------------------------------------- سرليک : خان له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه کړې -------------------------------------------------- د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. متن - منځ : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، عمران خان په خپلو خبرو کې له کري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه وکړه. دغه دفتر د عمران خان له قوله په ټوېټر لیکلي، چې ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د زرغون منځني ختیځ طرحې په نوم کنفرانس په څنډه کې وکتل. عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ. د دغه لیدنې او خبرو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي. جمهورخبري آژانس:کابل