د جمهور خبري آژانس مرکز 19 قوس 1398 ساعت 12:42 http://jomhornews.com/ps/news/122984/ -------------------------------------------------- سرليک : د کندوز په چاردرې کې د هاوان لګېدو ۲۱ سرتېري او څلور ملکیان ټپیان کړي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۲۱ امنیتي سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۲۱ امنیتي سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، د هاوان دغه مرمرې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۹ مه ماښام مهال د چاردرې پر امنیه قوماندانۍ او د ملکي وګړو په یوه کور لګېدلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د لومړۍ مرمۍ په لګېدو کې ۲۱ امنیتي سرتېري سربېرن ټپیان شوي او دوهمه مرمۍ یې په کوڅه کې چاودنې، چې څلور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي. د هغه په وینا ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې ګڼ حکومتي سرتېري وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي. جمهورخبري آژانس:کابل