د جمهور خبري آژانس مرکز 24 میزان 1398 ساعت 7:50 http://jomhornews.com/ps/news/121381/ -------------------------------------------------- سرليک : لغمان کې موټر بم د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- چارواکي وایي، لغمان ولایت کې نن سهار وختي یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته. متن - منځ : چارواکي وایي، لغمان ولایت کې نن سهار وختي یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې په یوه جومات کې د ناستو زده کوونکو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د تلې ۲۴ مه سهار شپږ نیمې بجې رامنځ ته شوی. د لغمان د والي ویاند اسداله دولتزی جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې برید د یوې مازدا ډوله موټر په وسیله د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته د امنیتي ځواکونو پر قرول شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي. د دولتیز په وینا چاودنه ځای ته نېږدې یو جومات هم وو، چې ماشومانو په کې سبق ویلو او د ښیښو ماتېدو له امله ۲۰ ماشومان هم ټپیان شوي دي. خو د کورنیو چارو وزارت د برید د تایید تر څنګ ویلي، په دغه چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:لغمان