د جمهور خبري آژانس مرکز 26 سرطان 1400 ساعت 13:04 http://jomhornews.com/ps/news/140885/ -------------------------------------------------- منظور پښتین: سرليک : افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې -------------------------------------------------- د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالیسۍ ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده. متن - منځ : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، افغانستان کې د پاکستان منفي لاسوهنې او غلطې پالیسۍ ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده. مشر پښتین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د دغه غلتې تګلارې مخنیوی اړین دی او باید مخه یې ونیول شي. نوموړي زیاته کړې، د پاکستان منفي لاسوهنې په تېر تاریخ کې ټوله خطه د بربادۍ سره مخامخ کړې او دا ځل به یې هم نتیجه هغه وي. ښاغلي پښتین ټینګار کړی، چې د دې لاسوهنې زیان به نه یوازې افغانستان ته وي، بلکې د ډیورنډ کرښې په دېخوا کې میشتو پښتنو ته به یې لوی زیان واوړي. تر پښتین وړاندې د ده ملګري او د غورځنګ یوه بل مخکښ غړي محس داوړ هم د پاکستان د پارلمان په پرونۍ غونده کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، په افغانستان کې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي. دیوان خبري آژانس