د جمهور خبري آژانس مرکز 27 ثور 1400 ساعت 10:01 http://jomhornews.com/ps/news/138888/ -------------------------------------------------- سرليک : د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان د افغان ځواکونو د توغول شوي توغندي په چاودنه کې وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان د افغان ځواکونو د توغول شوي توغندي په چاودنه کې وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غوايي ۲۶ مه له غرمې وروسته په همدې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د لغمان والي رحمت الله یارمل وايي، افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله چې د تخنیکي ستونزو په وجه د امنیه قوماندان په خوا کې لګېدلې ده. والي زیاتوي، چې د مرمۍ په چاودنه کې خپله امنیه قوماندان عبدالظاهر او یو ساتونکی یې وژل شوي دي. ویل کېږي د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان په لومړي سر کې سخت ټپي و او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل