د جمهور خبري آژانس مرکز 29 اسد 1398 ساعت 15:46 http://jomhornews.com/ps/news/119573/ -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون: سرليک : د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ نشته، تر نهه نیم میلیونه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې هېڅ راز لوی خنډ نشته او دوی ورته ټولې تیاریانې نیولې دي. متن - منځ : د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې هېڅ راز لوی خنډ نشته او دوی ورته ټولې تیاریانې نیولې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکو نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې له تېرو پارلماني ټاکنو یې پراخه تجربې تر لاسه کړې، چې په ولسمشریزه ټاکنو کې به ترې ګټه واخلي. دغه کمېسیون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۹ میلیونه او ۶۶۰ زره رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې، چې په بایومتریک دستګاو کې ثبت او مرکزونو او محلونو ته به ولېږل شي. د کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله و ویل، چې د رایه ورکوونکو په لومړي فهرست کې ۹.۵ میلیونه کسانو ثبت شوي و، خو د کمېسیون له خوا تر چاڼ وروسته ۴۰۰ زره جعلي نومونه ترې و ایستل شول. هغه زیاته کړه، چې تر دې وروسته کمېسیون د نوم لیکنې ملاتړې پروسه کې د ثبت شویو رایه ورکوونکو او دغه راز د غزني د خلکو نوم لیکنه هم ور زیاته شوې، چې ټول ۹ میلیونه او شږ سوه زره او شپېته تنه رایه ورکوونکي ثبت شوي دي. نوموړي و ویل، چې دا ټول نومونه بایومتریک کې ثبت شوي، او هر بایومتریک سیستم د ۴۰۰ زره رایه ورکوونکو د ثبت وړتیا لري، چې محلونو ته به ولېږل شي. د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټاکنې به د تلې یا میزان په شپږمه تر سره کېږي او هڅه کوي، چې پوره رڼې او عادلانه وي. جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش