د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حوت 1397 ساعت 10:04 http://jomhornews.com/ps/news/113777/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار کې دوه تنه د وسلو او مهماتو د لېږد په تور نیول شوي دي -------------------------------------------------- د تخار پولیسو په دغه ولایت کې دوه تنه د وسلو د لېږد په تور نیولي، چې غوښتل یې ګڼ شمېر وسلې او مهامات تلقانو ښار ته ولېږدوي. متن - منځ : د تخار پولیسو په دغه ولایت کې دوه تنه د وسلو د لېږد په تور نیولي، چې غوښتل یې ګڼ شمېر وسلې او مهامات تلقانو ښار ته ولېږدوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان پرون شنبې د کب ۴ مه د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي، دې کسانو ۳۰ فیره د راکټ مرمۍ په یوه موټر کې ځای پر ځای کړې او غوښتل یې د تخار مرکز تلقانو ښار ته یې ولېږدوي، چې په بنګي ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا کشف او ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې کسانو یو میل تومانچه هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده. جمهورخبري آژانس:کابل