د جمهور خبري آژانس مرکز 2 میزان 1398 ساعت 13:12 http://jomhornews.com/ps/news/120670/ -------------------------------------------------- سرليک : حنیف اتمر نه په ټاکنو کې ګډون کوي نه له چا ملاتړ -------------------------------------------------- د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ. متن - منځ : د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد حنیف اتمر وايي، نه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي او نه هم له کوم بل نوماند څخه ملاتړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، که ټاکنې ځنډېږي نو د ده د نوماندۍ حق خوندي دی. سرچینه کاږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به اتمر بې طرفه پاتې شي او د هېڅ بل نوماند څخه به ملاتړ ونه کړي. د یادونې ده، تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې اتمر د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جووړنکي ټیم سره جوړجاړی کړی او ښايي د هغه په ګټه تېر شي. جمهورخبري آژانس:کابل