د جمهور خبري آژانس مرکز 1 دلو 1398 ساعت 8:20 http://jomhornews.com/ps/news/124244/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني سویس ته ولاړ -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سویس پلازمېنې داووس ته روان شو. متن - منځ : ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سویس پلازمېنې داووس ته روان شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې سویس ته د ولسمشر او ورسره پلاوی د سفر موخه په نړیواله اقتصادي مجمع کې ګډون دی. د ارګ خبرپاڼه وايي ولسمشر به په دغه غونډه کې له ګډون او وینا سربېره د یادې ټولنې له رییس او یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره کتنې ولري. جمهورخبري آژانس:کابل