د جمهور خبري آژانس مرکز 26 حوت 1397 ساعت 8:08 http://jomhornews.com/ps/news/114542/ -------------------------------------------------- سرليک : ایران د افغانانو په مالکیت د سولې له خپرو ملاتړ کړی دی -------------------------------------------------- د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دی. متن - منځ : د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی داودزی چې پرون شنبې د کب ۲۵ مه تهران ته تللی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي دي. د سولې عالي شورا وایي، ښاغلي داودزي له ایران چارواکو سره په کتنو کې له هغوی د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د یادې شورا د چارواکو په وینا ایران د افغان سولې او مخامخ مذاکراتو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي نو په همدې خاطر ترې د همکارۍ غوښتنه شوې ده. د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسد الله بارکزی وایي ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کې دی. د هغه په وینا ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولې په برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل