د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1398 ساعت 11:33 http://jomhornews.com/ps/news/118241/ -------------------------------------------------- خلیلزاد: سرليک : موږ د بین الاافغاني خبرو پر پیل او اوربند موافقه وکړه، خبرې باید ژر پيل شي -------------------------------------------------- امریکا، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې پر دایمي اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو په ژر پیلېدو موافقه کړې ده. متن - منځ : امریکا، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې پر دایمي اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو په ژر پیلېدو موافقه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موافقه پرون جمعه د چنګاښ ۲۱ مه پېکېنګ کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو تر منځ په غونډه کې شوې ده. په دې څلور اړخیزه ناسته کې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد، د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د چین ځانګړي استازي ډینګ جیون او د پاکستان استازي ګډون کړی وو. دوی څلور واړو په افغانستان کې پر دایمي اوربند موافقه کړې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی، چې د افغان حکومت سره ژر تر ژره د سولې مذاکرات پیل کړي. تر دې غوندې وروسته خلیلزاد په ټوېټر لیکلي په یاده غونده کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم د یو دایمي اوربند پر رامنځته کېدو موافقه وشوه. هغه زیاته کړېموږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي. د غونډې برخوالو له نورو نړیوالو شریکانو هم غوښتي چې د مذاکراتو د پیلېدو سره سم په دغه پروسه کې ورګډ شي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دا ځل پاکستان هم له دوی سره یو ځای شوی او له طالبانو یې غوښتي، چې مخامخ خبرې پیل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به د یادې غونډې د ګډونوالو شمېر هم زیات شي. جمهورخبري آژانس:کابل