د جمهور خبري آژانس مرکز 19 میزان 1400 ساعت 8:29 http://jomhornews.com/ps/news/143432/ -------------------------------------------------- سرليک : هسپانیا له افغانستانه د تخلیې تازه بهیر پیل کړی دی --------------------------------------------------  هسپانیه وایي د هغو افغانانو او د هغوي د کورنیو د ایستلو د تخلیې بهیر یې پیل کړی چې د دې هېواد سره یې کار کړی. متن - منځ : هسپانیه وایي د هغو افغانانو او د هغوي د کورنیو د ایستلو د تخلیې بهیر یې پیل کړی چې د دې هېواد سره یې کار کړی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د هسپانیې د دفاع وزارت پرون یکشنبې د تلې ۱۸ مه ویلي، په دې ماموریت کې د هېواد د بهرنیو چارو د وزارت سره په ګډه کار کوي. د هسپانیې د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز زیاته کړې، د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل شو چې د هسپانیا سره یې کار کړی دی. نوموړې ویليهسپانیه هېڅوک تر شا نه پرېږدي. که څه هم د دفاع وزارت نور جزیات نه دي ورکړي، خو د دغه هېواد خبري آژانس وايي، هسپانیا پلان لري، څه باندې ۲ سوه افغانان د پاکستان له لارې راوباسي. باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر هوزې آلبریس پاکستان او قطر ته تللی و او د افغانانو د ایستلو په هکله یې د مرستې غوښتنه کړې وه. جمهورخبري آژانس:کابل