د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1398 ساعت 9:30 http://jomhornews.com/ps/news/118232/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار:د واده په مراسمو د ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د واده په مراسمو د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د واده په مراسمو د شوي ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۴۵ تنو ته رسېدلې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون جمعه سهار مهال د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو د یوه مشر ملک تور د زوی په واده کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د ملک تور د زوی د واده مراسم و، چې یوه هلک پرې ځانمرګی برید کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ملک تور او د هغه د دریو زامنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي. ده و ویل، چې د پېښې ټپیان د پچیراګام او جلال آباد روغتونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار