د جمهور خبري آژانس مرکز 12 حمل 1399 ساعت 7:39 http://jomhornews.com/ps/news/126431/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا د کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۵ میلیون ډالره مرسته ورکوي -------------------------------------------------- امریکا له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی. متن - منځ : امریکا له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا په ټول کې له بېوزله هېوادونو سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د ۲۷۴ میلیون ډالرو اعلان کړي، چې ۱۵ میلیونه به ترې افغانستان ته ورکړل شي. کابل کې د امریکا سفارت پرون دوشنبه د وري ۱۲ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان سره د امریکا د نویو مرستو په بسته کې ۵ میلیونه ډالر د کورونا ویروس د تشخیص او د کورنیو بیځایه شویو د درملنې د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي او ۱۰ میلیونه نور به یې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړل شي چې په افغانستان کې یې د کورونا پر ضد مبارزه کې مصرف کړي. د امریکا سفارت وایي، دا ټول ۱۵ میلیونه ډالر به د کورونا پر ضد د مبارزې نظارت، د لابراتوارونو تجیهیز ، د ناروغۍ مخنیوي او کنټرول د چارو په تنظیم او هغو چارو باندې مصرف شي چې افغان حکومت ورته په تخنیکي برخه کې اړتیا ولري. اعلامیه وایي، له کابل سره د دغو مرستو ژمنه څه موده وړاندې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپل سفر پرمهال کړې وه تر څږ په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره پرې موثر اقدامات وشي، په داسې حال کې چې نوموړي له کابله تر ستنیدو وروسته د افغان مشرانو د اختلاف له امله پر افغانستان د امریکا ۱ میلیارد ډالر مرستې قطع اعلان کړې وې. افغانستان کې دا مهال د کورونا ۱۴۵ پیښې ثبت دي چې حکومت هم ورته ۱۵ میلیونه ډالر عاجله او ۱۰ میلیونه ډالر احتیاطي بودیجه بېله کړې ده. د روغتیا وزارت راتلونکې څو اوونۍ د کورونا ناروغۍ د خپریدو له امله افغانستان کې خطرناکې بللې دي. جمهورخبري آژانس:کابل