د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جوزا 1398 ساعت 10:02 http://jomhornews.com/ps/news/117332/ -------------------------------------------------- سرليک : ډاکتر عبدالله د سیکا غوندې په څنډو کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره کتلي -------------------------------------------------- د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا کنفرانس د غړو هېوادو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي. متن - منځ : د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا کنفرانس د غړو هېوادو د سرمشریزې ناستې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله پرون جمعه د غبرګولي ۲۴ مه د سیکا په غونده کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ته ولاړ او په دغه ناسته کې به وینا وکړي. نوموړي له غرمې وروسته د دغه ناستې په څنده کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او دغه راز یې په هغه مېلمستیا کې ګډون وکړ، چې د ولسمشر رحمان له خوا د یادې ناستې د مشرانو لپاره جوړه شوې وه. ښاغلی عبدالله به په دغه ناسته کې له ترهګرۍ سره پر سیمه ییزه او نړیوالې مبارزې، د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق پر مخنیوي او په ځانګړي ډول د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. هغه له ولسمشر رحمان سره خبرو کې افغانستان او ازبکستان دوه دوست او سراتېژیک ملګري وبلل او ویې ویل، چې د دغه دواړو هېوادونو اړیکې، پر اصولو، او ګډو تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ولاړې دي. په دې لیدنه کې ولسمشر امام علي رحمان و ویل، چې تاجکستان په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د هغه په وینا افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې په ګډه دی او دلته به سوله د اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د زیاتېدو لامل شي. دغه راز ښاغلي عبدالله د دې ناستې په څنډه کې د اذربایجان له لومړي وزیر نوروز محمودف سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو او همکاریو باندې یې خبرې وکړې. محمودف هم ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، تر چې سیمه ییز اتصال او اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي. د یادونې ده، چې ښاغلي عبدالله به د دغه ناستې په څنډو کې د ترکیې، ایران، قزاقستان او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره هم وګوري. جمهورخبري آژانس:کابل