د جمهور خبري آژانس مرکز 30 جوزا 1398 ساعت 9:37 http://jomhornews.com/ps/news/117530/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار کې ۲۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د څو قوماندانانو په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د څو قوماندانانو په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان ګډو ځواکونو پرون د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. سرچینه وایي، په دغه عملیاتو کې تر اوسه پورې د څو قوماندانانو په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او عملیات لا هم دوام لري. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهور خبري آژانس:کابل