د جمهور خبري آژانس مرکز 29 میزان 1398 ساعت 14:01 http://jomhornews.com/ps/news/121535/ -------------------------------------------------- د بشري حقونو کمېسیون: سرليک : افغانستان کې ملکي تلفات ۸ سلنه لوړ شوي -------------------------------------------------- د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. متن - منځ : د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې کمېسیون چارواکو نن دوشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بشري حقونو کمېسیون په راپور کې ویل شوي، په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۱۱ ملکي افغانان د ښکېلو غاړو تر منځ نښتو کې وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپیان شوي دي. د دغه کمېسیون په وینا یاد شمېره ښيي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې سږ کال ۸ سلنه لوړ والی راغلی دی. د کمېسیون کمېشنر نعیم نظري د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال و ویل، له کمېسیون سره د ثبت شویو شمېرو له مخې د تېرو شپږو میاشتو د مرګ ژوبلې ۷۵ سلنه مسوولیت طالبانو ته ور اوړي. د هغه په وینا د ۱۱ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسوولیت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دوی ملاتړو ځواکونو ته متوجه دی، درې سلنه د داعش له غاړې او لس سلنه نورو پېښو عاملین معلوم نه دي. د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په عملیاتو کې ۱۰۵۱ تنه وژل شوي او ۳۸۲۷ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې راغلی، چې د داعش په بریدونو او عملیاتو کې بیا ۳۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۱ نور ټپیان شوي دي. د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې په دې موده کې ۱۲۶ تنو د وژونکو او ۵۵۹ نور ټپي شویو کسانو عاملین نه دي څرګند. دغه راز کمېسیون وایي، ډېورنډ کرښې ته نېږدې له هغې غاړې د پاکستاني پوځیانو په توغندییز بریدونو کې هم ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله والې نښتې، د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګې بریدونه، هوايي بمبارۍ او شپې عملیات د ملکي تلفاتو د ستر عواملو په توګه یاد کړي دي. جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش