د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 13:38 http://jomhornews.com/ps/news/143982/ -------------------------------------------------- سرليک : امیرخان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر ته جلغوزي په ډالۍ کې ورکړل -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال هغه ته د افغانستان د جلغوزو یوه بسته ډالۍ کړه. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره دوحه کې د لیدنې پر مهال هغه ته د افغانستان د جلغوزو یوه بسته ډالۍ کړه. د جمهور آژانس د خبر له مخې متقي نن سه شنبې د لړم ۴ مه د یوه پلاوی په مشرۍ د چین له بهرنیو چارو وزیر وانک يي او ورسره پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ. دوحې ته په رسېدو ښاغلي متقي د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ولیدل او هغه ته یې د افغانستان د جلغوز یوه کیلويي بسته ډالۍ کړه. دا وطني جلغوزه چې په توره جلغوزه مشهور دي، د افغانستان یو له هغه وچو مېوو څخه دي، چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د جلغوزو تر ټولو ستر مارکټ د چین بازار و خو د مخکني حکومت په سقوط سره چین ته د جلغوزو صادرات په ټپه ورېدل. اوس د اسلامي امارت چارواکي او چینايي لوری هڅه کوي، چې دا تجارت له سره پیل کړي، چې په پیل کېدو سره به یې افغانستان ته میلیونه ډالره ګټه ورسېږي. جمهورخبري آژانس:کابل