د جمهور خبري آژانس مرکز 2 جوزا 1399 ساعت 15:46 http://jomhornews.com/ps/news/128088/ -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده -------------------------------------------------- د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده. متن - منځ : د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه نن جمعه د غبرګولي ۲ مه ماسپښین مهال ۳:۳۰ بجې راپرېوتې او له منځه تللې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه او تر کښېناستو يوه دقيقه مخکې يې اړيکه له رادار سره پرې شوې ده. د تر لاسه شويو لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه اييربس سي۲۰ الوتکه کې ۱۰۵ تنه مسافر سپاره ول او عمله يې هم زياته وه. د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينې سرچينې وايي، پيلوټ تر پايه پورې دوی ته د هيڅ تخنيکي ستونزې د پېښېدو خبر نه دی ورکړی. تر اوسه د خبر بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي. جمهورخبري آژانس:کابل