د جمهور خبري آژانس مرکز 15 میزان 1397 ساعت 11:10 http://jomhornews.com/ps/news/108981/ -------------------------------------------------- سرليک : پر غزني، پکتیا او لوګر برېښنا پرې شوې ده -------------------------------------------------- د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله پر غزني، پکتیا او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده. متن - منځ : د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله پر غزني، پکتیا او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې په سیدآباد ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې جګړې له امله په یاده ولسوالۍ کې د برېښنا مزي پرې شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د مزو د پرېکېدو له امله پر غزني، پکتیا، او لوګر ولایتونو برېښنا پرې شوې، خو په وینا یې چې څنګه هلته امنیت ډاډمن شي، مزيبه بېرته وتړل شي. برېښنا شرکت زیاتوي، چې د پکتیا او لوګر برېښنا هم پرې شوې ده چې اوس یې د نښلولو چارې پیل شوې دي. جمهورخبري آژانس:کابل