د جمهور خبري آژانس مرکز 2 جوزا 1398 ساعت 13:54 http://jomhornews.com/ps/news/116685/ -------------------------------------------------- سرليک : د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي واردولو د مخنیړي مرکزونه جوړېږي -------------------------------------------------- افغان حکومت په پام کې لري، چې هېواد ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي واردولو د مخنیوي پنځه مرکزونه جوړ او د قاچاق مخنیوی وکړي. متن - منځ : افغان حکومت په پام کې لري، چې هېواد ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي واردولو د مخنیوي پنځه مرکزونه جوړ او د قاچاق مخنیوی وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون چهارشنبې ماښام له افغان صنعت کارانو سره په لیدنه کې کړې ده. په ارګ کې د روژه ماتې دغه میلمستیا د افغان صنعتکارانو د ستونزو د اوریدلو او د حل د لارو د موندلو په موخه جوړه شوې وه. ولسمشر د صنعتکارانو د ټولنې استازو سره خبرو کې ویلي، د داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره په پام کې لري، چې افغانستان ته د بهرنیو توکو د قاچاق د مخنیوي خاطر په مختلفو ولایتونو کې پنځه مرکزونه جوړ کړي. ښاغلي غني په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالو د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼۍ او زموږ کار باید هدفمند وي. د ارګ په اعلامیه کې د صنایعو د خونې د رئیس شیرباز کمین زاده له قوله ویل شوي چې سږ کال په هېواد کې د صنعت وده ۷ سلنه وه او د صادراتو کچه هم یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د افغانستان ولسمشر غني، له صنعتکارو سره په لیدنه کې د ګمرکونو پر څارنې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ځمکې د کرایې او اجارې نوې کړنلاره په کې هم ځای شوې ده. جمهورخبري آژانس:کابل