د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1399 ساعت 8:09 http://jomhornews.com/ps/news/132786/ -------------------------------------------------- سرليک : د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او مسوولیت یې داعش اخیستی -------------------------------------------------- پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده. متن - منځ : پلازمېنه کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز په شوي ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمېره ۷۵ تنو ته ورسېده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل لوېدیځ د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي کې د کوثر په نوم تعلمي مرکز ته څېرمه پرون شنبې د لړم ۳ مه یو ځانمرګی برید وشو. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ځانمرګي غوښتل د کوثر په نوم تعلمي مرکز د ننه برید وکړي، خو د ساتونکو له خوا د پېژندلو سره سم یې ځان ته چاودنه ورکړې ده. د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان شوي، چې ټول یې تنکي ځوانان دي. د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغه برید په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل